په تخار کې د اوبو رسولو لمریزې شبکې چارې بشپړې شوې دي

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۴:۴۶
جریان کار ساخت یک شبکه آبرسانی سولری در تخار

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت مرکز اړوند په اقبلاق سرای‌سنګ کلي کې د اوبو رسولو د لمریزې شبکې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د نوموړې پروژې په جوړېدو سره به څه باندې ۴۲۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا شي. دغه شبکه د ۱۱۰ مترو په ژوروالي سره د یوې ژورې څاه کیندل، د ۴۰ سولرونو نصبول، د ۲۰ متره مکعب په ظرفیت سره د یوې ارتفاعي ذخیرې جوړول، د سولرونو لپاره استنادي دیوال ودانول، د څه باندې ۴۷۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول او د ۲۱۱ متر باکسونو او نل ‌بندانونو نصبول شامل دي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS