په تخار کې د اوبه خور د ۴.۶ کیلومتره کانال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳۴
جریان کار ساخت ۴.۶ کیلومتر کانال آبیاری در تخار

د مرسي کارپس بنسټ له خوا د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر تر څار لاندې د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په عربانو کلي کې د اوبه خور د ۴.۶ کیلو متره کانال د جوړولو کار ۴۵ سلنه مخکې تللی دی. د دې پروژې په بشپړتیا سره به ۱۱۰ کسانو ته تلپاتې کار پیدا شي او ۶۶۸۵ سیمه ییز وګړي به یې له ګټو برخمن شي. یاده دې وي چې د دې کانال په بشپړیدو سره به ۲۲۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي، او په لاره کې کروندو ته د لیږدونکو اوبو د ضایعاتو مخه به ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS