په تخار ولایت کې له ۳۴ بیوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د تخار ولایت تالقان مرکز اړوند د نوآباد باغک کلي د پراختیایي شورا لخوا ۳۴ بیوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې پدې مرستو کې اوړه، غوړي او چای شامل وو.
