په بغلان کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۰۰متره ګبیوني دیوال د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر له لوري د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۰۰متره ګبیوني دیوال د جوړولو کار روان دی.
ددې پروژې د تطبیق په ترڅ کې د ۳۰۵۹ تنو لپاره د کار زمینه برابره شوې او په جوړیدو به یې ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سیند داوبو د راختو له ګواښه خوندي شي.