په بغلان کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۳۳ متره محافظوي دیوال جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په کهګدای کلي کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۳۳ متره محافظوي دیوال بشپړ شو.
د دې پروژې په ترڅ کې ۱۲۲۳ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۹۳۸ تنه سیمه ییز خلک له ګټو برخمن شول.
یاده دې وي چې په دې محافظوي دیوال سره سربیره پر عامه تاسیساتو دسیمې سلګونه جریبه ځمکه هم د سیلابونو ګواښه خوندي شوه.