په بغلان ولایت کې د پروګرام د سپماګروپونو لیدنه او د سپما په موخه پر هغوی د بکسونو وېش ترسره شو

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۵:۱۷
توزیع صندوق‌های پس انداز و بازدید از گروپ‌های پس انداز در بغلان

د‌کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د‌‌کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د بغلان ولایت د‌کلیو د بیارغونې او پراختیا، اقتصاد، کرنې اوبو لګولو د ښځو چارو، د‌‌‌‌‌کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په ګډون، د بغلان ولایت د ښاروالۍ او په دې ولایت کې د نورو اړوندو ادارو په مرسته د یاد ولایت په مرکز پلخمري کې خپلو سپماګروپونو ته د پیسو د سپمولو په موخه بکسونه ووېشل.

د‌کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام تر اوسه د بغلان ولایت په پلخمري ښارکې ۱۵۷ سپماګروپونه جوړ کړي، چې (۱۴۱ یې د مېرمنو او ۱۶ یې د نارینه‌و) ‌دي. په دې ګروپونو کې د پلخمري ۲۱۰۱ نارینه او مېرمنې غړیتوب لري، چې تر دې دمه یې پخپلو ګروپونو کې نږدې ۵۰۵۰۴۰ افغانۍ سپمولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام خپل فعالیتونه د بغلان ولایت په بغلان جدید او مرکز پلمخري کې نږدې یو کال کیږي، چې پیل او د یادو ولسوالیو لسګونه بې وزله کورنۍ یې تر پوښښ لاندې راوستې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS