په بامیان ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام لهخوا د مقطعي پانګې ورکړه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د خپلو مقطعي مرستو د ویش په لړکې دا ځل د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍکې څه دپاسه دوه میلونه افغانۍ یو شمېر سپماګروپونو، د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د لومړي قسط په توګه تزریق کړې.
د یادونې وړ ده، چې د لیږل شویو نغدو پیسو موخه د پروګرام ترپوښښ لاندې د اقتصادي چارو پیاوړتیا او د کلیوالو کوچنیو او منځنیو تشبثاتو پيل او پراختیا ده.