روان کال په کندهار کې ۶۳ پرمختیایي پروژې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن نن د چهارشنبې په ورځ د کندهار والي حیات الله حیات او ورسره پلاوي سره ولیدل. د لیدنې په سر کې د کندهار والي د مننې ترڅنګ وویل، چې د کندهار خلک د دولت ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري، ځکه په وروستیو کالونو کې ورته زیاته پاملرنه نه ده شوې.
د کندهار والي د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیره وغوښتل، چې د ولسي تړون ملي پروګرام په دوهم پړاو کې د دې ولایت ډېرې ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي، د کندهار شپږ ناامنه ولسوالیو ترڅنګ دې په ۱۳۹۹ کال کې یاد ولایت ته ډېرې پرمختیایي پروژې په پلان کې ونیول شي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، په روان کال کې په کندهار کې ۶۳ پرمختیایي پروژې پلي شوي، د ۳۹۴ پرمختیایي پروژې چارې روانې دي او د ۱۳۹۹ کال په پرمختیایي پلان کې د کندهار لپاره ۶۱۳ پرمختیایي پروژې په پام کې نیول شي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې د دهلې له بند څخه به د کرنیزو ځمکو د اوبه کولو په پار د ۱۱۹ کانالونه د جوړولو کار په ۲۰۲۰ کال کې پیل شي او د یو کال په موده کې به بشپړ شي چې ۵۲ ميليونه ډالره لګښت لري او د اسیا پرمختیایي بانک لوري منل شوی.
