د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په میدان وردګو ولایت کې (۴۵۱) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۹:۲۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار، جلریز او لومړۍ حصې بهسودو ولسوالیو په بېلابېلو کليو کې د څه باندې (۳۲۳) میلیونه افغانيو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د (۴۵۱) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د (۱۳۴۶۰۲۲) مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، د (۳۸۵۲۰۲) مترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو جغل اچول، د (۳۳۸۱) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو رغول، د ځمکو د خړوبولو لپاره د (۴۰) ذخیرو پاکول، د غره لمن کې د (۱۹۸۵)  آب ریزونو کېندل، د (۱۵۱) پلچکونو جوړول، د (۷،۵) مترو په اوږدوالي د یو پُل رغول او د څښاک پاکو اوبو د (۴) څاګانو ترمیم شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې (۱۵۸۰۴) تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او هر کاریګر ته د کار په مقابل کې نقدې پیسې ورکړل شوې دي. 

د یادو پروژو په بشپړیدو سره په اړوندو برخو کې د مرکز او نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS