د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت د قادس د ذخيروي بند چاري پیل شوي

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۲۳:۳۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د لوی ذخيروي بند پروژه افتتاح او عملاً یې چارې پيل شوې.

په یاد پلاوي کې  د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس مولوي بخت منیر محمد،  د بادغیس ولایت د استخباراتو رئیس مولوي محمد عیسی، د بادغیس ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي روزي محمد منصور، د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس ملا محمود ثانې، د قومندانۍ استازو همداراز د سیمې علماء کرامو، سپین ږیرو او مخورو په دغه افتتاح کې ګډون درلود.

د قادس ذخیروي بند یوه حیاتې پروژه ده چې د قادس سیند د اوبو مهارولو، د سیلابونو په مخنیوي او د قادس د اوبو د سرچینو په قوي کولو کې خورا رول لري. د نوموړي بند د کاسي د اوبو ظرفیت ۱.۸۲ میلیون متر مکعب دی او د ۳۲ متره په ارتفاع سره جوړیږي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پراختيايې بودیجه چې ۱۲۵۰۰۰۰۰ امریکايې ډالرو په لګښت د اوبو رسولو او روغتیا ساتني ریاست لخوا  تطبیقیږي.

د دغه  بند په جوړیدو سره به ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي او د سیمې  ۶۰ زره اوسيدونکو ته به د زراعت په برخه کې کاري فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS