د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په بادغیس ولایت کې د ۱۲.۳ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۲۰:۴۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په قادس خوردک سیمه کې د څه باندې (۴۸) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۲.۳) کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده له خوا پرانیستل شوې.

په دې پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د بادغیس ولایت والې ملا عبدالصمد جاوید، د بادغیس د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس، یو شمیر نورو مسؤلینو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.

یاد سړک د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې څخه جوړیږي چې په اوږدو کې يې د (۴۵۵) مترو په اوږدوالي د محافظوي دیوال، (۲۸) عدد پلچکونو او یو واش جوړول هم شامل دي.

د دغه سړک د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړې سیمې د سلګونه اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د قادس ذخیروي بند د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه ترڅو د دغه بند د جوړولو چارې په ټاکلي وخت او صحیح شکل سره بشپړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۲۰:۴۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په بادغیس ولایت کې د ۱۲.۳ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په قادس خوردک سیمه کې د څه باندې (۴۸) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۲.۳) کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۸:۵۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو ته د کلیو پراختیا انسټیټیوت ریاست له خوا د عامه پوهاوي علمي سیمینار ترسره شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو لپاره د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار نن له غرمې مخکې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، یو شمیر مرکزي رئیسانو. . .

BACK TO NEWS