د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د لوی بند د جوړولو د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۸:۴۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي همدا راز د بادغيس ولايت والي حاجي حافظ محمد امين جان عمري او د بادغيس ولايت امنيه قمندان او يو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو د دې ولايت د قادس ولسوالۍ د لوی ذخيروي بند د جوړولو د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ.

د قادس لوي بند د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه په (۷۰) اویا کیلومتري کې موقعیت لري او د قادس سیند د اوبو مهارولو او د سیلابونو په مخنیوي کې خورا رول لري.

د نوموړي بند د کاسي د اوبو ظرفیت تقریبا (۳) میلیونه متر مکعب دی او د (۳۲) مترو په ارتفاع سره د (۱۲،۵) میلیونه امریکايې ډالرو په لګښت د وزارت له پراختیایې بودیجې څخه جوړیږي.

د قادس لوی بند یوه حیاتي او ټولګټه پروژه ده چې د قادس ولسوالۍ د کلیوالو په ژوند کې اړین رول لري، د یاد بند په جوړولو سره به د اوسیدونکو زراعت او مالداري وده او د خلکو اقتصاد به ښه شي د يادونې وړه ده چې د دغه بند په بشپړيدو به د قلعه نو د ستري شبکې د ذخيرو په پياوړي کولو کې خورا رول لري.

د دغه  لوی بند په بشپړیدو سره به (۱۴۰۰) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او د سیمې اوسیدونکو ته به د زراعت په برخه کې کاري فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS