د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې د (۲۱۵۳) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د (۲۳) ولایتونو (۳۸) ولسوالیو په (۲۱۵۳) کلیو کې د شاوخوا (۸۷) میلیونه ډالرو په لګښت د بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب او مل پلاوي له خوا پيل شوې.
په دې پرانیست غونډه کې چې د پنجشیر ولایت د مقام تالار کې جوړه شوې وه، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، مل پلاوي، د دغه ولایت والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د امنیه قومندان الحاج قاري احمدالله بدر، د کاپیسا ولایت د والي مرستیال مولوي اسدالله سنان، د پلې کوونکو او ملاتړ کوونکو مؤسساتو استازو، یو شمیر نورو مسئوولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د یادو پروژو د پلې کولو څرنګوالي په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې او وویل: دا نظام په ډیرو لویو قربانیو راغلی دی، موږ او تاسې باید د دغه نظام قدر وکړو او د شکر ځای دی نن په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ دی چې مونږ ته یې زمینه برابره کړې ترڅو د هېواد په ګوټ ګوټ کې پراختیايي پروژې پلې کړو.
همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې خلک پر موږ حق لري چې مونږ ورته خدمت وکړو او د اسلامي امارت کارکوونکي دې په خپلو کارونو کې اخلاص وکړي او د مراجعینو ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړي.
په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او رغول، د ويالو پخول، د اوبو لګولو کانالونو او کاریزونو جوړول او پاکول، د اوبو لګولو ساختمانونو، د محافظوي او ګبیوني دیوالونو، پلچکونو او پلونو جوړول شامل دي.
د یادو پروژو د کار په بهیر کې به زرګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې په اړوندو برخو کې د هېوادوالو ستونزې هوارې شي.
