د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د لوی بند د جوړولو د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۹:۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د لوی ذخيروي بند د جوړولو د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ.

د قادس لوی بند د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه په (۷۰) اویا کیلومتري کې موقعیت لري او د قادس سیند د اوبو مهارولو او د سیلابونو په مخنیوي کې خورا رول لري.

د نوموړي بند د کاسي د اوبو ظرفیت تقریبا (۳) میلیونه متر مکعب دی او د (۳۲) مترو په ارتفاع سره د (۱۲،۵) میلیونه امریکايې ډالرو په لګښت د وزارت له پراختیایې بودیجې څخه جوړیږي.

د قادس لوی بند یوه حیاتي او ټولګټه پروژه ده چې د قادس ولسوالۍ د کلیوالو په ژوند کې اړین رول لري، د یاد بند په جوړولو سره به د اوسیدونکو زراعت او مالداري وده او د خلکو اقتصاد به ښه شي.

د دغه  لوی بند په بشپړیدو سره به (۱۴۰۰) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او د سیمې اوسیدونکو ته به د زراعت په برخه کې کاري فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې ( ٢٤٤) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د (٢٧٨) میلیونه افغانیو په لګښت د ( ٢٤٤ ) پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د (۱۶۱) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د شاوخوا (٢٩٥) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۶۱) پراختیايي پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۲۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د(۶۸) پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۸) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

BACK TO NEWS