د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره وکتل

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۶:۲۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له نوي رئیس ښاغلي سټیفن  روډریکس او مل پلاوي سره وکتل. د غونډې  په پیل کې په افغانستان کې د یو این ډي پي رئیس ښاغلي سټیفن  روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل. ښاغلي سټیفن وویل،  د دوی لپاره اړینه داده چې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو په اساس پروژې طرحه کوي ترڅو مرسته شوي پیسې تر اړمنو خلکو ورسیږي او ستونزې يې تر یو حده هوارې شي. هغه زیاته کړه،  دوی به کوښښ وکړي چې د یاد وزارت سره همغږي زیاته کړي او د خپلو همکاریو په دوام سره به نور هم د مرستو په زیاتوالي کې کوښښ وکړي. ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د یو این ډي پي (UNDP) نوي رئیس ښاغلي سټیفن او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامداره مرستو قدرداني کوي او ټینګار يې وکړ چې باید اساسي پروژو ته حق اولیت ورکول شي او هغه لیرې سیمو ته کار وکړئ ، کوم چې په تیرو شلو کلونو کې ورته هیڅ کار ندی شوی. په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږيو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS