د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له اوسیدونکو سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۹:۲۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ له اوسیدونکو او د بزای ګنبد سیمې د قرغيزو قوم سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې محترم وزیر صاحب د يادي سيمې د اوسیدونکو ستونزې او وړاندیزونه په غور سره واوریدل او ويې ويل چې اسلامي امارت د هېواد ټولو کلیو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته خاصه پاملرنه لري.

 دغه سيمه د کوچني پامیر یو له لرې پرتو او د هیڅ ډول امکاناتو پرته سيمو څخه ده، چې اوسیدونکي يې قرغيز دي او په قرمزي ژبه خبرې کوي. دوی لومړنیو خدمتونو ته لکه ښوونځي، کلینیک، سړکونو او نورو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري .

د یادو سیمو اوسیدونکو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په راتګ خوښي وښوده او ویې ویل چې په تیرو څلويښتو کلونو کې د واخان ولسوالۍ په کوچني پامیر کې د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره تیر ۴۰کاله هیڅ دولتي مقام نه دی راغلی، ستاسو راتګ دلته د پراختیايي ښو بدلونونو هیله مندي رامنځته کوي.

 او ستاسو دغه سفر مونږ ته هیله او انرژي راپه برخه کوي چې تاسې د هېواد لرو پرتو سیمو ته په ځانګړې توګه واخان ولسوالۍ ته پاملرنه لرئ او د نوموړي ولسوالۍ خلک مو هیر کړي نه دي او موږ ستاسو دوامدره همکاري غواړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS