د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر د لوګر د والي له مرستیالې سره وکتل

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۸:۵۲
د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر د لوګر د والي له مرستیالې سره وکتل

د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر حیات الله حیات نن دوشنبه له غرمې وروسته د لوګر ولایت د والي له مرستیالې رابیعې ستانکزۍ او ددغه ولایت د سکتور له رییس غزني ګل ځاځي سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دې ناسته کې په ټولیزه توګه په لوګر ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزرات د کړنو او فعالیتونو پر اړه دوه اړخیزې خبرې اترې وشوې.

د لوګر ولایت استازو د کلیو بیا رغونې او پراختیا له سرپرست وزیره مننه وکړه چې د انډولیزې پرمختیا پر بنسټ یې په یاد ولایت کې ګڼې پرمختايي پروژې پلي کړي او یو شمیر یې د پلي کیدا په حال کې دي.

استازو له ښاغلي حیات هیله وکړه چې د روانو پروژو کارونه لا ګړندي او نوې پروژې هم دغه ولایت ته په پام کې ونیسي او همدا راز د پروژو د کارونو په مخ کې د شته خنډونو د لرې کولو سر بیره دې د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې پیل شوې ملي دسترخوان پروګرام چې د ځينو لاملونو له کبله په دې ولایت کې ولاړ دی، پیل کړي.

ښاغلي حیات د لوګر د والي مرستیالې او ورسره مله پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د ملي دسترخوان د پروګرام د پیلولو ترڅنګ به د پروژو د پلي کیدا په مخ کې شته خنډونه لرې کوي او د انډولیزې پرمختیا د اصل له مخې به د دغه ولایت کلیو او ولسونو ته خدمت کوي چې ولسونه د ښه راتلونکي او هوسا ژوند څښتنان شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS