د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د انسټیټیوټ نوی رییس معرفي شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۴:۴۰
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د انسټیټیوټ نوی رییس معرفي شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د برنامو معین پوپل حبیبي توریالی طنین د کلیو پراختیا انستیتوت د عمومي رییس په توګه معرفي کړ. ښاغلي حبیبي وویل، چې طنین یو تکړه مدیر دی او دې کلیدي پوست ته یې د هغه په ټاکل کیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د وزارت یو له مهمو برنامو څخه دی او تمه ده، چې له دې وروسته به په انسټیټیوټ کې د بنسټیزو بدلونونو شاهد وو.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین د انسټیټیوټ پخوانۍ سرپرستې اغلې ناجیه خروټې د خدمتونو او کار ستاینه وکړه او پر کارکوونکو یې غږ وکړ، چې د یوې نوې ډلې په توګه د نوي مشرتابه سره کار وکړي. د یادونې وړ ده، چې طنین ددې څخه د مخه د اقتصاد وزارت د پلان جوړونې او یووالي د عمومي رییس په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړي له هندوستان هیواد څخه د کرنیزې سوداګرۍ او همدا ډول د کاردان پوهنتون څخه د سودا ګرۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې د ماسټرۍ په کچه سند لري، چې اوس د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټوت عمومي رییس و ټاکل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS