د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهندوي مجيب الرحمن کريمي په افغانستان کې د ملګري ملتونو پرمختيايي پروګرام ( UNDP) له نوي مشر سره تعارفي ليدنه وکړه

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۱۰:۲۹
یونیسف

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهندوي مجيب الرحمن کريمي د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام له نوي مشر سره د خپل کاري په دفتر کې تعارفي ليدنه وکړه .
د ليدنې په پيل کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزير د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له بشردوستانه مرستو مننه وکړه، چې د هېوادوالو په ژوند يې مثبت تاثير لرلي دي، ورپسې يې د کرنيزو ځمکو د اوبو کولو، د برېښنا برابرولو او د ليټاکا پروګرام نورو ولايتونو ته د غځولو غوښتنې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پرورګرام په افغانستان کې له مشر سره شريکې کړې.
د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په افغانستان کې نوي مشر عبدالله الدرداري د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت لخوا په ښه ډول د پروژو د پلي کولو او ښې همغږي څخه مننه وکړه او زياته کړه، چې د افغانستان په نورو ولايتونو کې د ليټاکا پروګرام د پيل، د لويو پروژو د پلي کولو، له خصوصي سکټور او بهرنيانو د پانګې جذبولو په برخه کې به هڅې وکړي، چې د افغانانو لپاره د ژوند لومړنيو اسانتياوو د برابرولو، توليداتو ته يې د بازار موندنې او کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به اغېزمنې وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د ستر جهادي شخصیت مرحوم مولوي محمد نبي محمدي زوی مولوي محمد نقیب محمدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۳
Background image

د لوګر ولایت په برکی برک ولسوالۍ کې د ( ۹،۷۹ ) کیلومتره سړک د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په داسي حال چې د کلیوالي سړک جوړولو رئیس الحاج مولوی محمد قاسم اميني او د لوگر د کلیو د بیارغونې. . .

BACK TO NEWS