د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ) 1,5 (کیلو متره سړک د پروژې چارې پیل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د نړیوال بانک په مالي مرسته، د اپلفت او ( CDDO) مؤسسو په تخنیکي همکارۍ د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په جنگل باغ کلي کې د (2200000) افغانیو په لګښت د ) 1,5( کیلو متره سړک د جغل اچولو، هموارولو او ترمیم چارې پيل شوې.
د یادې پروژې په پلې کیدو سره، (53) تنه غیر ماهر کارګرو لپاره (2500) کاري ورځې رامنځته شوي چې د پروژې د بیې (80) سلنه پیسې د کارګرانو مزد کیږي.