د هیواد په پنځو ولایتونو کې به د ۱۱ ښوونځیو کار ژر بشپړ شي
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې به په کندز، هلمند، کندهار، نورستان او زابل ولایتونو کې د ۱۱ ښوونځیو د جوړیدو کار ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا ښوونځي د کندز ولایت په امام صاحب، خان اباد او دشت ارچي د هلمند ولایت په ګرشک، د کندهار ولایت په میوند د زابل ولایت په شاجوی او د نورستان ولایت په واما او کامدیش ولسوالیو کې جوړیږي. چې ۸، ۶ یا ۱۲ درسي خونې تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو څاګانې به ولري. ددې پروژو په ترڅ کې فني او نا فني کارګرو ته زرګونه کاري ورخې رامنځ ته کیږي. باید ووایو چې ددې ښوونځیو په جوړیدو سره به د ۲۵۰۰ کورنیو زده کونکو نه د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شي.
