د محیطي روغتيا ساتنې په برخه کې د هلمندولایت په کچه دياد ولايت د ګرشک ولسوالي يوازنی پاک ولسوالي اعلان شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کليوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتني ریاست له لوري د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالي د ولایت په کچه پاکه ولسوالي اعلان شوه.
نن د يولړ مراسمو په ترڅ کېد کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتني رئیس انجینر اسدالله عمار، د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمود ثاني، د وزارت د تمویلوونکو ادارو مسؤل ډاکټر حیات الله عابد، د هرات ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالسلام هجرت په ملتیا د یوې غونډې په ترڅ کې د محیطي روغتيا ساتنې او حفظ الصحي خدماتو د تطبیق او مدیریت په برخه کې د ولایت په کچه د هلمند ګرشک ولسوالي يوازنی پاک ولسوالي کړه.
په یاده غونډه کې د دغه ولایت د ګرشک ولسوال حاجي ملا محمد صادق، یو شمیر علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون درلود.