د افغانستان د کلیوالي انرژۍ د مارکيټ د بدلون نوښت پروژې د پیل ورکشاپ جوړ شو

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵
برگزاری ورکشاپ آغاز پروژه‌ی ابتکار تحول مارکیت انرژی روستایی افغانستان

د افغانستان د کلیوالي انرژۍ د مارکیټ بدلون نوښت پروژې د پیل ورکشاپ د (کب په ۱۸مه) نېټه د کلیوبیارغونې او پراختیا په وزارت کې جوړ شو. یاد ورکشاپ د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامو معین، ښاغلي پوپل حبیبي، په پرانیستونکې وینا پیل شو. ښاغلي حبیبي د خپلو خبرو په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې پر ارزښت او په دې برخه کې د تجدیدوړ انرژۍ د رول په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، "په ټوله نړۍ کې له تجدیدوړ انرژۍ څخه کار اخیستنه مخ په زیاتېدو ده. افغانستان هم د انرژۍ په برخه کې د دوامداره پرمختیایي موخو عملي کولو ته ژمن دی. موږ هیله لرو چې د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت لخوا د افغانستان د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ بدلون نوښت پروژې پلي کول به یادو موخو ته د رسېدو په لاره کې ډېر ګټور ثابت شي."

د ورکشاپ نور ویناوال د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال ښاغلی عزت الله صدیقي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام مرستیاله آغلې سورایو بوزوروکوا او د افغانستان د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ نوښت پروژې رئیس ښاغلی محمد اجمل شینواري وو چې ټولو پخپل وار د پروژې پر ارزښت او په اغېزمنه توګه د پروژې په پلي کولو کې د ټولو اړونده ادارو د همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې.

وروسته، د تخنیکي ټیم لخوا د پروژې پر ټولو اړخونو تفصیلي پریزنتیشنونه وړاندې شول او د پروژې د لومړي کال کاري پلان له ګډونوالو سره شریک کړای شو.

ګډونوالو د پروژې په هکله خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل چې د تخنیکي ټیم له لوري د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

د ورکشاپ موخه د انرژۍ له ښکېلو ادارو سره د پروژې د فعالیتونو همغږي وه چي پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ملي ادارې، د افغانستان برښنا شرکت، د تجدید وړ انرژۍ اتحادیې، د افغانستان د بانکونو ټولنې او نورو اړونده ادارو استازو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کلیوالي انرژې د مارکېټ بدلون نوښت پروژه، چې ټولیزه بودجه یې نیږدې ۲۰ ملیونه ډالره ده، د زرغون اقلیم صندوق لخوا تمویلېږي او د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په تخنیکي مرسته د پنځه کلونو په موده کې پلې کېږي.

تمه ده چې نوموړې پروژه به د تجدید وړ انرژۍ پروژو د پلي کولو، په کلیوالو سیمو کې د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې پانګونې ته د مناسب چاپېریال رامنځته کولو، د مناسب حقوقي چوکاټ رامنځته کولو او د ظرفیت لوړونې فعالیتونو له لارې د افغانستان په کلیو کې د میشتو وګړو په ژوند کې مثبت اقتصادي او ټولنیز بدلونونه رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS