تیره اونۍ په هیواد کې ۱۱ ښوونځي جوړ شوي او دوو نورو ښوونځيو کار بشپړتیا ته نږدی دی

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۵۷
کار ساخت ۱۱ باب مکتب طی هفته‌ی گذشته در کشور تکمیل شده است و کار دو مکتب دیگر رو به اکمال است

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د هرات ولایت په ادرسکن او کرخ، د بلخ ولایت په چمتال او دولت اباد، د کابل ولایت په قره باغ، د کندهار ولایت په میوند، او د خوست ولایت په مرکز او تڼيو ولسوالیو کې تیره اونۍ د ۱۱ ښوونځيو د ودانیو کارونه بشپړ شوي او د ننګرهار په چپرهار او خوګیاڼيو ولسوالیو کې د دوو نورو ښوونځيو کار پای ته نږدی دی.

دا ښوونځي ۱۲، ۱۰، ۸ یا ۶ ټولګي، تشنابونه، او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري ددې پروژو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۴۰ زره کاري ورځې رامنځ ته شوي.

د یادونې وړ ده چې د جوړو شویو ښوونځيو په بشپړتیا سره ۳۵۰۰ زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شوی او همدا راز ۴۴۰ تنه زده کونکي به له جوړیدونکو ښوونځيو ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS