د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت مخورو په دغه ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له فعالیتونو څخه رضایت په ډاګه کړ او وویل: الحمدلله مونږ ته اسلامي امارت داسې زمینه برابره کړې ترڅو خپلې ستونزې په اسانۍ سره تر لوړو چارواکو ورسوو او د لازیاتو پراختیايي پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی شته ستونزې او غوښتنې په غور واوریدې او وویل: د افغانستان اسلامي امارت سره د نوموړي ولایت د خلکو تیر شل کلن تکلیفونه او ستړیاوې د قدردانۍ وړ دي او زیاته يې کړه چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت هغو سیمو ته لومړيتوب ورکوي کوم چې په تیرو شلو کلونو کې ورته هیڅ پاملرنه او کار شوی نه دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS