د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې ښاغلي سید حسن فاضل زاده په هېواد کې د اسلامي امارت د ټينګوالي او په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو په تړاو محترم وزیر صاحب سره خبرې وکړې او د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د اهل تشیع مخور ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: له نیکه مرغه زموږ هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او ټول ولس يې په خوشحالۍ سره ملتیا کوي، زموږ نظام ټولو مذاهبو ته درناوی لري او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خپلو ژمنو سره سم تل د ولس په خدمت کې دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۱۹
Background image

په هلمند ولایت کې د (۲۶۰) متره پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د څه باندې (۹۱) میلیونه افغانیو په لګښت د (۲۶۰) مترو په اوږدوالي د اوسپنيز کانکریټي پُل او (۱۲۰) مترو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د مرکزي او ولایتي انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د پلان او پالیسي. . .

BACK TO NEWS