د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو روزنیز ورکشاپ ترسره شو

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۰:۴۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي رئیسانو، ولایتي رئیسانو او ولایتې انجینرانو د همغږۍ درې ورځنی دایر شوی روزنیز ورکشاپ د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ د انټرکانټینینټال هوټل په مقر کې ترسره شو.

په یاد ورکشاپ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر، د چارو ادرې سرپرست رئیس نورالحق انور، د وزارت مرستیالانو، مرکزي او ولایتي رئیسانو او همدارنګه د ولایتونو انجینرانو ګډون کړی وو.

د ورکشاپ په پیل کې د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده ولایتي رئیسانو ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو سکتوري وزارت دی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پام وړ فعالیتونه لري او د ولایتې ریاستونو، پراختیایي شوراګانو او همکارو مؤسسو په همکارۍ او همغږۍ بیلابیلې پروژې پلې کوي.

وروسته ولایتي رئیسانو په خپل نوبت سره خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې او د خپلو ولایتونو د خلکو عمده ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د دغه روزنیز ورکشاپ په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د ولایتونو ټولو رئیسانو ته د متوازن انکشاف هدایت وکړ او وویل چې مستحق او اړمنو خلکو ته د پروژو د تطبیق په وخت کې لومړیتوب ورکړئ.

همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه د دغه روزنیز ورکشاپ موخه دا ده چې د ولایتي ادارو سره هماهنګي او  د مؤسساتو لپاره د جوړ سوي طرزالعمل له مخي د هغو سره د تفاهم نامي لیکلو وروسته له دوی سره په کارو کې همکاري وکړئ، ترڅو د پروژو تطبیق د ځنډ او خنډ سره مخ نسي او د ټولو پروژو سم نظارت مو مسؤلیت دی.

په نوموړي ورکشاپ کې د چارو ادارې سرپرست شيخ نورالحق انور د دي ورکشاپ د اهمیت او ارزښت په هکله خبري وکړې او وویل، دنده یو امانت دی او باید په دولتي ادارو کې وړ کسان وګمارل شي.

ورکشاپ د تصدیق پاڼو په ویش او خیر دعائيې په کولو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۴۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب نن په هلمند ولايت کې د (۱۶۰۰) متره ګیبوني ديوال څخه لیدنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ودانیزو چارو مرستیال او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هلمند ولايت د ګريشک ولسوالۍ په حیات خان او ميانده کلیو کې د (۱۶۰۰) متره ګیبوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۴۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او هلمند ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او هلمند ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۳۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت د علماوو شورا له رئيس سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت د علماوو شورا له رئيس شیخ محمد مسلم حقاني سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په. . .

BACK TO NEWS