د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت د علماوو شورا له رئيس سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت د علماوو شورا له رئيس شیخ محمد مسلم حقاني سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې شیخ محمد مسلم حقاني په هېواد کې د اسلامي امارت د ټينګوالي د خلکو د یووالي او په یاد ولایت کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو په تړاو محترم وزیر صاحب سره خبرې وکړې او د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب شیخ محمد مسلم حقاني ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: له نیکه مرغه زموږ هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او ټول ولس يې په خوشحالۍ سره ملتیا کوي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خپلو ژمنو سره سم تل د ولس په خدمت کې دی.
