په لغمان ولایت کې د سړکونو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۶:۲۱
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په تخنیکي همکارۍ او نظارت، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (FGA) مؤسسې له خوا د لغمان ولایت په علینګار او بادپښ ولسوالیو کې د څه باندې (90) ميلونه افغانیو په لګښت د (80) کیلومترو په اوږدوالي سره د سړکونو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټی اخیستنی ته و سپارل شول.

د لغمان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر(زرکمر) په وینا: د یادو پروژو چارې چې د علینګار ولسوالۍ د کلمان کلي 12 کیلومتره سړک، د سنګر کلي 8 کیلو متره سړک، د ساو کلي 10 کیلو متره سړک او د بادپښ ولسوالۍ په ګړوچ ، اندروړ او شاه ګلیان کلیو کې د 50 کیلومتره سړک بیارغول شامل دي، د نهه میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې په بشپړیدو سره يې د سیمی زرګونه کورنیو ته د تګ او راتګ اسانتیاوی برابرې شوې دي. همدارنګه په دغه پروژه کې (1000) تنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS