په غور ولايت کې د پاکو اوبو رسولو (۲۸) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۱
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د غور ولايت په شپږو ولسوالیو کې د  (۲.۵) میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د پاکو اوبو رسولو (۲۸) شبکو د جوړولو چارې د دغه وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په دې غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، او مل پلاوي، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس ملا ضياء الله خادم ،دولت يار ولسوالۍ ولسوال، یو شمېر نور مسئولینو، علماء کرامو، سپین‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د يادو شبکو د کار په جريان کې به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمينه برابره او په بشپړېدو سره به يې د نوموړيو ولسواليو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۵
Background image

په باميانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۷) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په شپږو  ولسوالیو کې د شاوخوا (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۷) شبکو د جوړولو چارې بشپړې او د یوې غونډې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په غور ولايت کې د پاکو اوبو رسولو (۲۸) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د غور ولايت په شپږو ولسوالیو کې د  (۲.۵) میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د پاکو اوبو رسولو (۲۸) شبکو د جوړولو چارې د دغه وزارت محترم وزير الحاج. . .

BACK TO NEWS