په باميانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۷) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په شپږو  ولسوالیو کې د شاوخوا (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۷) شبکو د جوړولو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د بامیانو ولایت والي  الحاج مولوي عبدالله سرحدي صاحب، دياد ولايت د کلیو د بیارغونې رياست رئيس مولوي وحيدالله راشد،یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو شبکو په بشپړیدو سره د نوموړیو ولسوالیو (۱۲۶۰۰) تنه اوسيدونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS