د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د لوی بند د جوړولو د کار له بهير څخه ليدنه وکړه

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخند زاده صاحب او مل پلاوي د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د لوی ذخيروي بند د جوړولو د کار له بهير څخه ليدنه وکړه.

د قادس لوی بند د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه په (۷۰) کیلومتري کې موقعیت لري او د قادس سیند د اوبو مهارولو او د سیلابونو په مخنیوي کې خورا رول لري.

د نوموړي بند د کاسي د اوبو ظرفیت تقریبا (۳) میلیونه متر مکعب دی او د (۳۲) مترو په ارتفاع سره د (۱۲،۵) میلیونه امریکايې ډالرو په لګښت د وزارت له پراختیایې بودیجې څخه جوړیږي.

د قادس لوی بند چارې څه باندې (۶۰) سلنه پرمخ تللي او دغه بند یوه حیاتي او ټولګټه پروژه ده چې د قادس ولسوالۍ د کلیوالو په ژوند کې اړین رول لري، د یاد بند په جوړولو سره به د اوسیدونکو زراعت او مالداري وده او د خلکو اقتصاد به ښه شي.

د دغه  لوی بند په بشپړیدو سره به (۱۴۰۰) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او د سیمې اوسیدونکو ته به د زراعت په برخه کې کاري فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر الحاج عبدالرحمن ځدراڼ سره لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۲:۱۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کورنیو چارو وزارت د لوړو زده کړو د لوی قومندانۍ له مرستیال قومندان سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو وزارت د لوړو زده کړو د لوی قومندانۍ له مرستیال قومندان الحاج ملا. . .

BACK TO NEWS