د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ته سفر وکړ

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۸:۵۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو له رئیسانو او کارکوونکو سره وکتل.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د دغو ریاستونو د کارکوونکو شته ستونزې او غوښتنې له نږدې واوریدې او وویل چې د پراختیا او رغونې په برخو کې خپلو ولسونو ته په اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره خدمت وکړئ او د ریاست دروازې تل د ولسونو لپاره خلاصې وساتئ او د ریاست اړوند غوښتنو ته رسیدنه وکړئ .

وزیر صاحب همداراز وویل چې زموږ هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري نو باید تل خپلې وظیفي ته په خپل وخت راشئ او درسپارل شوي کارونه مو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ترسره کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS