په کاپيسا ولایت کې (۳۳۱) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۵:۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کاپيسا ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د څه باندې (۴۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د (۳۳۱) پراختیايي پروژو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوې، د کاپیسا ولایت والي قاري احسان الله بریال، د ولایت مرستیال شیخ اسدالله سنان، یو شمیر نورو مسوولینو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دیوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په آق ‌تپه کلي کې د (۸۴۱۹۱) امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې

د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ په بهبود کلا کلي کې د (۹،۲) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.

 په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

BACK TO NEWS