د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په پکتیا ولایت کې (۳) چیک ډیمونه او د بدیلو پروژو چاري پیل شوي

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۵:۱۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په پکتیا ولایت کې د څه باندې (٤٠) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) چیک ډیمونو او بدیلو پروژو د عملي کولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت  سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لورې يې عملا چاري پیل شوې.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي،د پکتیا ولایت والي مولوي مهرالله حماد، ددغه ولایت استیناف محکمي رئیس مفتي عبیدالله حقاني،د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رياست رئیس مولوي میرزا جان صادق، د یاد ولایت د علماوو د شورا نماينده مفتي امان الله صاحب، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو چیکډیمونو  او پروژو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او د دغو چيکډيمونو په بشپړيدو سره  به د ياد ولايت د ډيرو سيمو  د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS