د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لورې په سپين بولدک ولسوالۍ کي د استنادي ديوال چارې پيل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۹:۵۵
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سرپرست الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي له لوري د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په ترکزی لومړې پارټ، ترکزي دوهم پارټ، محبوب شاه او ګلان کلیو کې د (۷۵) میلیونه او (۶۲۲) زره افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي د استنادي ديوال چارې نن د یوي غونډي په ترڅ کې پيل شوې.

په یاده پرانیست غونډه کې د سپين بولدک ولسوالۍ ولسوال حاجي بشير د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئیس حاجي عبدالجبار حکمت او د سيمې علماء کرامو سپين زرو مخورو ګډون کړی وو.

د غونډي په جریان کي محترم وزیر صاحب خپله وینا وکړل او وویل: د قوش تپي د پروژي څخه بغیر په هیواد کې تر  پنځوس زیاتي لویي نوری پروژي هم شروع دي .

دغه استنادي ديوال به د نوموړې ولسوالۍ رود خپل مسير ته واړوي او سلګونه هکټاره ځمکه به د موسمي بارانونو او سیلابونو له زيان څخه خوندي کړي.

د يادونې وړ ده چې تير کال د نوموړې ولسوالۍ ځمکې د سيلابونو له امله زیانمنې شوې وې او رود له خپل مسير څخه اوښتی وو چې د سپين بولدک او کندهار لويه لاره يې د دريو ورځو لپاره بنده کړې وه چې د یاد استنادي ديوال په جوړولو سره به د رود اوبه مهار او ياده لويه لاره به د اوبو له زیان څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS