د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت د قلعه نو د اوبو رسولو شبکې چارې پیل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۵:۴۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا د بادغیس ولایت د قلعه نو د اوبو رسولو شبکې پروژه افتتاح او عملاً یې چارې پيل شوې.

په یاده افتتاحیه غونډه د بادغیس ولایت د والي مرستیال مولوي غلام محمد صاحب، د وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس مولوي بخت منیر محمد، د بادغیس ولایت داستخباراتو رئیس مولوي عیسی محمد، د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمود ثاني، د بادغیس د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي روزي محمد منصور، د قومندانۍ استازو او د یادې پروژي د شرکت کارکوونکو او د سیمې اوسیدونکو ګډون درلود.

د بادغیس ولایت د قلعه نو د اوبو رسولو شبکه یوه حیاتي پروژه ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست له خوا پلې کیږي.

د يادي شبکي د اول او دوهم فاز کارونه تکمیل شوي چې په کې شپږ حلقې څاګانې د سرچینې په توګه په قادس کې جوړسوی، د (۴۳) کیلو مترو په اوږدوالي پایپ غځول شوی او د (۳۰۰۰) متر مکعب په وړتیا د اوبو  د یوي لویې ذخیري جوړول شامل وو.

د یادونې وړ ده چې د 326 میلیونه افغانیو په لګښت سره به په دریم فاز کې د یادي ذخیرې څخه به کور په کور شیردهنونه او ميټرونه ولګول شي.

د نوموړې پروژې په بشپړیدو سره به د یاد ښار (۶۵) زره تنه اوسیدونکي په مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS