د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت د قلعه نو د اوبو رسولو شبکې چارې پیل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا د بادغیس ولایت د قلعه نو د اوبو رسولو شبکې پروژه افتتاح او عملاً یې چارې پيل شوې.
په یاده افتتاحیه غونډه د بادغیس ولایت د والي مرستیال مولوي غلام محمد صاحب، د وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس مولوي بخت منیر محمد، د بادغیس ولایت داستخباراتو رئیس مولوي عیسی محمد، د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمود ثاني، د بادغیس د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي روزي محمد منصور، د قومندانۍ استازو او د یادې پروژي د شرکت کارکوونکو او د سیمې اوسیدونکو ګډون درلود.
د بادغیس ولایت د قلعه نو د اوبو رسولو شبکه یوه حیاتي پروژه ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست له خوا پلې کیږي.
د يادي شبکي د اول او دوهم فاز کارونه تکمیل شوي چې په کې شپږ حلقې څاګانې د سرچینې په توګه په قادس کې جوړسوی، د (۴۳) کیلو مترو په اوږدوالي پایپ غځول شوی او د (۳۰۰۰) متر مکعب په وړتیا د اوبو د یوي لویې ذخیري جوړول شامل وو.
د یادونې وړ ده چې د 326 میلیونه افغانیو په لګښت سره به په دریم فاز کې د یادي ذخیرې څخه به کور په کور شیردهنونه او ميټرونه ولګول شي.
د نوموړې پروژې په بشپړیدو سره به د یاد ښار (۶۵) زره تنه اوسیدونکي په مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړي.