د کندز ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په انګړ کې یو محراب مسجد پرانستل شو

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۸:۲۶
1

د کندز ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په انګړ کې جوړشوی مسجد نن د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د وزارت مرکزي رئيسانو، د کندز ولایت د علماوو شورا غړو، د شمال ختیځ زون د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو رئیسانو، د ولایت مقام مرستیال ښاغلي حبیب الرحمن صهیب او د یاد ولایت یو شمیر مخورو او سپین ږیرو له لورې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

یاد مسجد د کندز ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس الحاج مولوي اسدالله حامد د زیار او هڅو په پاېله کې د(۱۰۰۰۰۰۰) افغانیو په لګښت سره چې  په عصري او اساسي ډول رغول شوی.

د يادونې وړده چې دغه مسجد په یو وخت کې د یاد رياست د ټولو کار کوونکو د لمونځ کولو ظرفيت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS