ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۸:۲۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال مفتي سید احمد مستقیم نن له غرمې مخکې د ا.ا.ا د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام له لارې د یاد وزارت د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لاسته راوړنې وړاندې کړې.

په یاده خبري غونډه کې وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم ، د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس مولوي بخت منیر محمد ، د مقام د دفتر رئیس مولوي میرزا محمد شکیب ، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ملا نورالهادي عادل  او خبریالانو ګډون کړي وو.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال مفتي سید احمد مستقیم د یاد وزارت د وروستي یو کال د لاسته راوړنو په هکله وینا وکړه  او وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له نوم څخه معلومیږي چې په کلیو کې د رغونې او پراختیا کار کوي. دغه وزارت په کلیو کې د پاکو اوبو برابرول، پل او پلچک، کلیوالي سړکونه، استنادي دیوالونه، لمریزه بریښنا او داسې نور خدمات وړاندې کوي چې له مالي محدویتونو سره سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت توانیدلی چې په بیلابیلو سکټورونو کې پراختیايي پروژې پلې کړي.

محترم مفتي صاحب د خپلو خبرو په ترڅ څرګنده کړه چې یاد وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې په برخه کې د هېواد په (۲۶) ولایتونو کې (۱۰۴) پروژې  بشپړې کړي او د هېواد په (۳۴) ولایتونو کې د (۳۸۳) پروژو چارې جریان لري.

همداراز مستقیم صاحب زیاته کړه د کلیوالي لارجوړونې په برخه کې په کابل، لوګر، کاپيسا، پروان او بادغیس ولایتونو کې د (۳۵) کیلو متره سړک کانکریټولو، اسفالټ او جغل اچولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی او د اوبو لګولو په برخه کې په بادغیس، هلمند، کندهار او خوست ولایتونو کې د (۲۵) پروژو چارې بشپړې شوي او په (۱۴) ولایتونو کې د کانکریټي کانالونو، پلونو، سړکونو، اوسپنیزو پلونو، محافظوي دیوالونو او سربندونو د (۵۹) پروژو چارې روانې دي.

یاده خبري غونډه د خبریالانو د پوښتنو د ځواب ورکولو وروسته پایته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS