د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست د پروژو د سروې، ډیزاین او تطبیق تخنیکي ورکشاپ دویمه دوره پای ته ورسېده

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۵:۲۷
3

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست، د یاد ریاست د ولایتي انجنیرانو او کارکوونکو د وړتیا د لوړولو په موخه، د اوبو رسولو د پروژو د سروې، ډیزاین او تطبیق تر عنوان لاندې د څلور ورځنې ورکشاپ دویمه دوره نن د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېده.

 په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د انسټیټوټ په تالار کې جوړه شوې وه، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس مولوي بخت منیر محمد، د دفتر رئیس مولوي میرزا محمد شکیب، د وزارت د انسټيټوټ رئیس مولوي خیال محمد عاصم، د تمویل کوونکو مؤسسو مشر ډاکټر حیات الله، ، د کلیوالي اوبو لګولو د ودانیزو چارو رئیس اسدالله عمار، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئيس او ویاند ملا نورالهادي عادل او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

 د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د کارکوونکو د وړتیا د لوړولو په برخه کې د یاد ورکشاپ د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خلک له تاسو غواړي چې د پراختیايي پروژو د سروې، ډیزاین او تطبیق په برخه کې له دقت، ریښتنولۍ او صداقت څخه کار واخلئ.

 دغه راز د وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه مسؤلیت یو امانت دی، کوښښ وکړئ چې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه او په ښه نیت سره ترسره او د اوبو رسولو د پروژو په تطبیق کې خپلې تجربې له نورو انجنیرانو سره شریکې کړئ.

 یاده غونډه د تصدیق نامو په ورکولو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس مولوي بخت منیر محمد په دعائیه سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS