د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست د پروژو د سروې، ډیزاین او تطبیق تخنیکي ورکشاپ پای ته ورسېد

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۴:۳۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست، د یاد ریاست د ولایتي انجنیرانو او کارکوونکو د وړتیا د لوړولو په موخه، د اوبو رسولو د پروژو د سروې، ډیزاین او تطبیق تر عنوان لاندې څلور ورځنی ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.

 په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس مولوي بخت منیر محمد له (۱۷) ولایتونو څخه د اوبو رسولو ریاست واش آفیسران، انجنیرانو او کارکوونکو ګډون کړي وو.

 غونډې ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: د یاد ورکشاپ موخه د اوبو رسولو د ولایتي انجنیرانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړول وو ترڅو وکولی شو د اوبو رسولو پروژې په ښه کیفیت پلې او د هېواد کلیوالي خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړو.

دغه راز د وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه چې دنده یو امانت دی او باید په صادقانه ډول سره ترسره شي او د یاد ورکشاپ د اهمیت او ارزښت په پام کې نیولو سره، له ګډونوالو څخه يې وغوښتل چې د دې ورکشاپ څخه اعظمي استفادې وکړي او د اوبو رسولو د پروژو د تطبیق پر مهال ترېنه ګټه واخلي.

 یاده غونډه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس مولوی بخت منیر محمد په دعائیه سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS