په کاپیسا ولایت کې د (افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام) د پروژو د کار له جریان څخه نظارت

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۱:۴۸
1

د کاپیسا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس محترم مفتي سید ابرار محمدي د یاد ریاست تخنیکي او انجنیري ټیم سره د (افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام) د کرنیزو اوبو د کانالونو د پاککاري پروژو د کار له بهیر څخه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت او چتر لاندې، د نړیوال بانک (UNOPS) په مالي مرسته او د (CHA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ جریان لري، نظارت ترسره کړ. دغه پروژې د یاد ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په ملک جي خیل ، فیض علي، کالوطه مرکزي او چخچي کلیو کې پلې کیږي. په حصه اول و حصه دوم کوهستان ولسوالیو کې د (۱۳۶) میلیونه افغانیو په لګښت د نوموړو ولسوالیو د (۷۷) کلیو پراختیايي شوراګانو لپاره د کرنیزو اوبو د کانالونو د پاکولو (۱۴۰) پروژې منظورې شوي او د پلې کیدو په حال کې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS