په بلخ ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۱:۴۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د اکټد دفتر په تخنیکي همکارۍ د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په بهرام خیل کلي کې د 5762123.70 افغانیو په لګښت د سولري برښنا سیسټم سره سمبال د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دغه شبکه کې د 120 متر په ژوروالي سره د ژورې څاه کیندل، د 23 متر مکعب په حجم سره د اوبو کانکریټي اوسپنې ذخیره، 4148 متر د شبکې ټولیز اوږدوالی ، د 20 سولر تختو او د 65 شیردهنونو نښلول شامل دي چې د یادې شبکې په بشپړیدو سره د نوموړي کلي 164 کورنیو د صحي څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS