په کندهار کې د اوبو د دریو لویو کانالونو د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۲۱:۲۱
1

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د کندهار د کلیو د بیا رغونې اوپراختیا وزارت له لوري د ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت درې کانالونه جوړيږي. د دې پروژو په افتتاح يې مراسمو کې د کلیو د بیارغونې وزارت وزیر "الحاج ملا محمد یونس اخندزاده" یاده پروژه د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ بزګرانو او کروندګرو لپاره یو ښه خبر یاد کړ! د ا.ا په راتګ سره کندهار ښار او ولسوالیو کې تر بل هروخت د بیارغونو پروژو کارونه چټک شوي، مسؤلين هڅه کوي چې د وچکالي سره د مبارزې په موخه مختلفې وزیرپروژې تطبيق کړي، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځمکې د خړوبولو په موخه د دریو مهمو کانالونو د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د جوړېدو سره به اووه سوه جریبه زراعتي ځمکه خړوبه کړي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر "الحاج ملا محمد یونس اخندزاده" د یادې پروژې څخه د لیدنې پرمهال وویل د کلیو د بیارغونې وزارت د کندهار ولایت ترڅنګ ګڼو ولایتونو کې د بنیادي او پرمختیائې پروژو د پلی کېدو پلان لرو. د کلیو د بیارغوني وزارت وزیر "الحاج ملا محمد یونس اخندزاده" او همداراز د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئيس "ملا عبدالجبار حکمت" د کندهار خلګو ته ډاډ ورکړ، چې د کندهار په ټولو ساحو کې به د ضرورت په اساس دغه سې بنیادي پروژې تطبیق کوي. د کندهار د کلیو د بیارغونې ریاست رئيس "ملا عبدالجبار حکمت" په ورته وخت کي د سیمي خلګ خوښ دي، چې د دوی لپاره دغه سې بنیادي پروژې تطبیق کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره وکتل

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس او مل. . .

BACK TO NEWS