د کابل ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په ملاتړ د کابل ولایت قرباغ ولسوالۍ کې په بېوزلو او فقیرو کورنیو باندې خوراکې توکي وویشل شول

د کابل ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د نړیوال خوراکې توکو پروګرام ( WFP ) او د (WMSSO) مؤسسې په همکارۍ په قرباغ ولسوالۍ کې په (۱۶۹۵) بېوزله او فقیرو کورنیو خوراکې توکې وویشل شول. په یادو توکو کې یوه بوجۍ ۵۰ کیلو اوړه، یو بو تل ۵ لیتره غوړي، ۶.۲۵ کیلو ګرام دال او نیم کیلو ګرام مالګه مرسته وشوه.