په ننګرهار کې د ۲۳۵۰ متره اوږد کانال کار بشپړ شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۴:۵۱
په ننګرهار کې د ۲۳۵۰ متره اوږد کانال کار بشپړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختيايي نغدي وجهي (MCCG) برنامې له لوري د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ په شګۍ فارم کلي کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۳۵۰ متره کرنيز کانال جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

یاد کانال ۶۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او ۳۲۲ کورنۍ ترې ګټه اخلي چې د دې پروژې په ترڅ کې ځایي تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۴۵۲۰ کاري ورځې هم برابرې شوې.

د يادونې وړ ده، چې په شینوارو ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختيايي نغدي وجهي ( MCCG) برنامې له لوري په بېلابېلو سکټورونو کې ۹۵ پروژې منظور شوي، چې د يو شمېر هغو رغنیزې چارې بشپړې او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS