په لوګر کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو یو کانال جوړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اړوند د همت خیلو کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال د جوړولو چارې بشپړ ې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دا کانال ۱۰۵۰ متره اوږدوالی لري چې د ځايي خلکو۲۳۰ جرېبه کرنيزه ځمکه خړوبوي، او ۸۷ کورنۍ ترې ګټه اخلي، تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره يې ۱۵۵۰ کاري ورځې رامنځته کړېدي.
د يادونې وړده، چې د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اوبو لګونې، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او فرعي لارو جوړولو سکټورونو کې ۱۳۰ پروژې منظور شوي، چې د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې تکميل او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.