په روزګان کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱.۸ کیلو متره سړک د کریړولو کار بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د ساتنې، څارنې او رغونې د برنامې (MCCG) له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په صداقت تالاني کلي کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۱.۸ کیلو متره سړک او ۴۵۰ متره چریو جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ددې پروژې د کار په ترڅ کې ۱۸۰۰ کاري ورځې رامنځته شوې چې په بشپړیدوسره یې تر ډیره دخلکو ترانسپورټي ستونزې حل شوې او ۲۰۰ کورنۍ به ورځنې ګټه اخلي.