په میدان وردګ کې ٣٠٠ زده کوونکو ته د زده کړو معیاري او مناسب چاپیریال برابر شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۴:۴۲
په میدان وردګ کې ٣٠٠ زده کوونکو ته د زده کړو معیاري او مناسب چاپیریال برابر شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د اقراء پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت، جغتو ولسوالۍ په قلعه پیرک سیمه کې د ۴.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو او هلکانو د مسعود په نوم یو لومړنی ښوونځی د یو کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد ښوونځی شپږ ټولګي، یوه اداري خونه، یوه د څښاک اوبو څاه او درې تشنابونه لري، او په جوړیدوسره به د سیمې ٣٠٠ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکي د زده کړو له یوه معیاري او مناسب چاپیریاله برخمن شي.

د دې ښوونځي د رغولو پر مهال د سیمې اوسېدونکو ته ٢٦٠٤ کاري ورځې هم رامنځته شوي، چې ګڼ شمېر فني او غیر فني کارکوونکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS